انصار: ( د کب ۳ مه)، په پرځیدلي جمهوري نظام کې د افغانستان یوه مهم چارواکي حضرت عمر زاخېلوال د یوې تازه مرکې پرمهال د افغانستان د روان وضعیت او راتلونکي په اړه خپل دریځونه په ډاګه کړل.
زاخېلوال لندن ته د سفر پر مهال په دې مرکه کې وویل، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره افغانستان امن شوی او خلک هر چېرته ډاډه سفرونه کولی شي؛ خو دا د ده په وینا، د خلکو د اطمینان په مانا نه ده.
هغه زیاته کړه، چې خلک رواني امنیت نه لري، اقتصادي فرصتونه یې محدود شوي او دا وېره شته چې که واکمن رژیم ملي او نړیوال مشروعیت ترلاسه او روانه کشاله حل نه کړي، افغانستان به بیا له بدو پایلو سره مخ شي.
د زاخېلوال په وینا، سمدستي په افغانستان کې جګړه او د طالبانو وسله وال مخالفان نه ویني، خو که طالبان ملي روغې جوړې ته کېنني، واک مشروع، اساسي قانون رامنځته او ټولو قشرونو، قومونو او خلکو؛ په ځانګړې توګه ښځو ته د هغوی حقونه ورنه کړي، افغانستان به بیا د استخباراتي جګړو لومو ته ولوېږي.
دغه پخواني چارواکي دا هم وویل، چې په کابل کې د ده او نورو پخوانیو سیاسي څېرو موجودیت د طالبانو د ملاتړ او هغوی ته د مشروعیت ورکولو په مانا نه دي او دوی طالب چارواکو سره په مخامخو لیدنو کې د روان وضعیت په اړه خپلې اندېښنې شریکوي.
زاخېلوال زیاته کړه: مخکې توپ د جمهوري نظام د مشرانو په میدان کې و، چې سمه استفاده یې ترې ونه کړه، اوس د طالبانو په میدان کې دی، دوی باید مخکېنۍ تېروتنې تکرار نه کړې.
طالبانو د زاخېلوال څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو ورته نورو ډېرو غوښتنو او خبرو ته په غبرګون کې تل وایي، چې د دوی رژیم مشروع، نړیوالو سره یې اړیکې ټینګې او د جګړې او وضعیت خرابیدو کومه اندېښنه ورته نشته.
طالب چارواکي دغه راز د زاخېلوال په ګډون د نورو منتقدانو هغه ادعا نه تاییدوي، چې ګواکې د یوې ډلې ملایانو په ملتیا یې واک انحصار کړی او د دوی رژیم په فساد اخته دی او چا ته ځواب نه وایي.
عمر زاخېلوال په دې مرکه کې یو ځل بیا د سولې او خبرو له لارې د افغانستان د قضیې پر حل ټینګار کړی او ویلي، چې بهر مېشتي سیاستوال هم تر ډېره د همداسې یوه حل پلوي دي، ځکه په خبره یې هره جګړه که افغانستان کې پلانیږي، تر شا به یې بهرني لاسونه وي او افغانستان ته به ناوړه پایلې ولري.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/30248